د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
TVETA

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد.

په همدې مناسبت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې جوړه شوې غونډه کې، د عامه اړیکو او اطلاعاتو آمر محترم فتح‌الله عزام د یاد پروګرام د ترسره کېدو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

نوموړي وویل، دغه پروګرام د کابل ښار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کوونکو د فکري او فرهنګي روښانتیا په موخه جوړ شوی و.

ښاغلي عزام زیاته کړه چې علماوو او استادانو په هر ښوونیز مرکز کې د درېیو ورځو په ترڅ کې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه زده‌کوونکو او ګډونوالو ته فکري او فرهنګي سیمینارونه وړاندې کول.

د غونډې په دوام کې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو رئیس ډاکټر مولوي رفیع‌الله صمیم د علم او پوهې د اهمیت او د مسلمانانو د مقام په اړه وینا وکړه.

نوموړي د ټولنو په وده او پرمختګ کې د علم او پوهې پر اهمیت په ټینګار سره وویل، علم د انسان د مادي او معنوي پرمختګ بنسټ دی او د اسلامي امت له مهمو ارزښتونو څخه شمېرل کېږي.

هغه وویل، مسلمانانو د تاریخ په بېلابېلو دورو کې د علم، پوهې او تفکر پر مټ د بشري تمدن په رامنځته کېدو او پرمختګ کې مهم رول لوبولی دی او د هغوی ګڼو علمي او فرهنګي لاسته‌راوړنو په نړۍ کې د راتلونکو پرمختګونو لپاره زمینه برابره کړې ده.

محترم مولوي صمیم د قرآن کریم د لارښوونو او د حضرت محمد مصطفی صلی‌الله‌علیه‌وسلم د سیرت په یادولو سره، د دیني او عصري علومو پر زده‌کړه ټینګار وکړ او ویې ویل چې اسلامي امت د وروسته پاتېوالي څخه د وتلو او خپل وړ مقام ته د رسېدو لپاره علم، پوهې، څېړنې او تخصص ته جدي بېرته مخه کولو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړه چې مسلمان ځوانان باید په بېلابېلو علمي او مسلکي برخو کې مخکښ واوسي او د علم او مهارتونو په ترلاسه کولو سره د خپلې ټولنې په ابادۍ او پرمختګ کې اغېزمن رول ولوبوي.

هغه د خپلې وینا په بله برخه کې پر ځمکه د مسلمانانو مقام او مسؤولیت ته په اشارې سره وویل، مسلمانان د ټولنې د ابادۍ، اصلاح او سم مدیریت مسؤولیت لري او باید د دیني ارزښتونو، عدالت، علم، اخلاقو او مسؤولیت‌پالنې پر بنسټ د یوې سالمې او پرمختللې ټولنې د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي.

ډاکټر مولوي رفیع‌الله صمیم د اسلامي حکومتونو او خلافتونو بېلابېلو تاریخي دورو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې د مسلمانانو عزت او ځواک په هغو دورو کې زیات و چې علم، پوهې، عدالت او اسلامي اصولو ته یې جدي پاملرنه کوله.

نوموړي زیاته کړه چې اسلامي اصولو او ارزښتونو ته بېرته ورګرځېدل او په عین وخت کې د اوسني عصر په اړینو علومو او پوهه سمبالېدل، د اسلامي امت له اساسي اړتیاوو څخه دي.

هغه په پای کې ټینګار وکړ چې ځوان نسل، په ځانګړي ډول د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو زده‌کوونکي، باید له ښوونیزو فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې او د علم، تخصص او مسلکي مهارتونو په ترلاسه کولو سره خلکو ته د خدمت او د هېواد د پرمختګ زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د انستیتوت د دورې د عمومي څانګو د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تعلیمي نصاب ریاست له لوري د انستیتوت د عمومي څانګو د دورې لپاره د انګلیسي ژبې د ښوونیز نصاب د پراختیا او اعتبار ورکولو ورکشاپ، چې د پوهنتونونو د. . .

BACK TO NEWS