د پکتیا د تخنیکي زدهکړو مرکزونو د کورنیو تولیداتو او محصولاتو په دویم ملي نندارتون کې ګډون
د پکتیا ولایت په کچه د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم ملي نندارتون پرانیستل شو. په دې درې ورځني نندارتون کې د پکتیا د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د استادانو، زدهکوونکو او محصلینو بېلابېل عملي تولیدات، نوښتونه او ابتکارات نندارې ته وړاندې شوي دي.
د نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې سیمهییزو مسئولینو، سوداګرو، صنعتکارانو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و.
په همدې حال کې سیمهییزو مسئولینو د نندارتون د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو له غرفو څخه د لیدنې پر مهال، د دغو مرکزونو د نوښتونو د لا زیات ملاتړ پر اهمیت ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده چې په دا ډول نندارتونونو کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو د مرکزونو ګډون، د استادانو او زدهکوونکو د وړتیاوو د معرفۍ او له خصوصي سکټور سره د همکاریو د پراختیا زمینه برابروي.
