محصلینو ته د اینورټر او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۰:۵۹

د کاپیسا ولایت انجنیري معاون انسټیټیوټ د برېښنا څانګې محصلینو په یوه درسي غونډه کې د برېښنا «اینورټر» او د هغې پرزو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.

دغه درسي جلسه د نوي کېدونکې انرژۍ څانګې د عملي کارونو په چوکاټ کې ترسره شوه او د اړوندې څانګې استاد زده‌کوونکو ته د DC برېښنا څخه AC برېښنا ته د تبدیلولو څرنګوالی تشریح کړ.

«اینورټر» د نوي کېدونکې انرژۍ په صنعت کې یو مهم او اساسي وسیله ګڼل کېږي. دا وسیله هغه DC برېښنا چې د سولر پینلونو څخه تولیدېږي، AC برېښنا ته اړوي.

زده‌کوونکي د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د عملي زده‌کړو پر اهمیت ټینګار کوي او وایي چې اوس مهال کولی شي د برېښنا او سولر سیستم په برخه کې په بازار کې کار وکړي.

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په مرکزونو کې د زده‌کړو ډېره برخه عملي ده، له همدې امله زده‌کوونکي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذبېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS