د تخنیکي او مسلکي زده کړو په ښوونیزو مرکزونو کې د عملي روزنو د زده کړو دوام

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۳۶

د کاپیسا ولایت مرکز (محمود راقی) کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې یولسم ټولګي زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده کړو په چوکات کې د ځنګلونو په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

نوموړو ته په دې درسي جلسه کې د " چاپیریال ساتنې، ځنګل پالنې او ځنګلونو څخه د ساتنې"  په اړه په عملي او نظري شکل روزنه ورکړل شوه.

دغه راز د روزنې په جریان کې، زده کوونکو په عملي توګه د استاد لارښوونې تعقیب کړې او خپلې پوښتنې یې شریکې کړې.

عملي زده کړې د مفاهیمو د ښه پوهیدو لپاره د زمینې رامینځته کولو سربیره، دغه زده کړې د زده کونکو هڅونه او د مختلفو علومو د زده کړې په برخه کې د نوموړو د لیوالتیا زیاتولو کې هم مرسته کوي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو بړۍ نوره هم پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS