د نورستان ولایت په پارون کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د مجاهدینو لومړۍ پړاو فراغت‌غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۴:۴۶
TVETA

د نورستان ولایت پارون کثیرالرشتوي انسټیټوټ چارواکو د یاد ښوونیز مرکز له ادارې او مدیریت څانګې څخه د څه باندې ۱۱۷ تنه مجاهدینو د فراغت په پار شانداره مراسم ترسره کړل.

په دې مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس، د افغانستان د ریاست‌الوزراء د ترانسپورت او تخنیک رئیس مولوي محمد داود محمدي، سیمه ییزو چارواکو او د فارغ‌شویو محصلینو د کورنیو غړو هم ګډون درلود.

د مراسمو په پیل کې، مولوي غلام سعید احساس فارغانو ته مبارکي ورکولو ترڅنګ زیاته کړه چې په یوې ټولنه کې ټول وګړي باید مسؤلیت پذیره اوسي او مسؤلیت پذیری په ټولنه کې د پرمختګ لامل ګرځي.

ښاغلي مولوي احساس، مجاهدینو لپاره د مدیریتي روزنو اهمیت ته په اشارې سره وویل: دا زده کړې په ځان باور زیاتوي او په کاري چاپیریال کې د ښه فعالیت، د رهبرۍ وړتیاوو لوړولو، او د اړینو مسؤلیتونو منلو لپاره د ښه چمتووالي لامل هم کیږي.

په یادې ناسته کې نورو ویناوالو هم د مدیریتي زده کړو او پوهې پر ارزښت ټینګار وکړ او له فارغانو یې وغوښتل چې د هیواد د ځان بسیاینې او پرمختګ لپاره نه ستړي کیدونکې هلې ځلې وکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیتونه په اخلاص سره ترسره کړي.

د مجاهدینو د روزنیز پروګرام محصلینو هم د خپل فراغت په اړه خوښي څرګنده کړه او څرګنده یې کړه چې دوی اوس محال د مدیریتي زده کړو له زده کولو وروسته چمتو دی ترڅو د ټولنې د پرمختګ او ودې په برخه کې خپل مسؤلیتونه سره ته ورسوي.

د دې فراغتغونډې په پای کې، فارغ‌شویو محصلینو ته تصدیق پاڼې هم ورکړل شوې او مراسم د دعا په ویلو سره پای ته ورسیدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

د ایټالیايي پروفیسور له لوري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې سره علمي کنفرانس ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په همکارۍ د «ساینسي علومو کې نوښت» تر سرلیک لاندې کنفرانس د نابینا کسانو لپاره د ځانګړو همکاریو د برابرولو په موخه ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۰:۶
Background image

د شمال زون د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د استادانو مسلکي پراختیا ریاست د شمال زون د تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کارکوونکو او آمرینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام ترسره کړ. دا درې ورځنی پروګرام د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۳:۴۴
Background image

د ملا برادر آخند کلي ته سفر!

د تېرې جمعې مبارکې پهٔ ورځ مو سهار وخته له کابل څخه د ارزګان پهٔ لور حرکت وکړ، د سهار لمونځ مو پهٔ ناني کې اداء کړ او ناشته مو پهٔ کلات تاریخي ښارګوټي کې وکړه، همغه کلات درته یادوم چې د. . .

BACK TO NEWS