د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیسانو د ارزونې پروګرام پیل شو

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۵:۱۸

د چارو ادارې اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې کارپوهانو، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په حضور کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بیلابیلو څانګو د رئیسانو د ارزونې پروسه پیل کړه.

د ارزونې پروګرام په لومړۍ ورځ، د ترنم او فرهنګ او تضمین کیفیت ریاستونو له کاري اجراآتو څخه ارزونه وشوه.

د چارو ادارې اړوند د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې کارپوهانو د رئیسانو پلانونه او راپورونه څخه له نږدې څارنه وکړه او د پلان سره سم د چارو او فعالیتونو د ښه تطبیق په موخه یې نوموړو ته اړینې مشورې هم ورکړې.

په ورته وخت کې، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو ادارې لخوا د رئیسانو د ارزونې پروسې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د ټولو اصولو رعایت کولو ته ژمن ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۲ - ۱۴:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا د نهادونو او خصوصي سکتور ستاینه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه ناسته کې، د هېواد یو شمېر نهادونو او خصوصي سکتور مسؤلین د ځانګړو زده‌کړو د ملاتړ په برخه کې د همکارۍ له امله، وستایل او تقدیر کړل. په دې غونډه کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۶ - ۱۶:۵۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې او خصوصي سکتور ترمنځ د همغږۍ کنفرانس جوړ شو

د هېواد د تخنیکي او مسلکي زده ‌کړو ادارې له خصوصي سکتور سره د همغږۍ او همکاریو د پیاوړتیا په موخه، د دوو ورځو لپاره د همغږۍ تر عنوان لاندې کنفرانس جوړ کړ. د دغه کنفرانس موخه دا ده چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۱۷
Background image

په بغلان ولایت کې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د سلګونو مجاهدینو فراغت

په بغلان ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ادارې او مدیریت له روزنیز پروګرام څخه د ۴۰۰ زیاتو مجاهدینو فراغت مراسم ترسره شول. په یادو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې. . .

BACK TO NEWS