د ننګرهار د تخنیکي زده کړو مرکزونو زده کوونکو د عملي زده کړو لړۍ د یاد ولایت په اقتصاد ریاست کې پیل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۱۷ - ۱۵:۵۰

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د ادارې او سوداګرۍ، ادارې او مدیریت او بانکدارۍ څانګې زده کونکي د عملي زده کړو ترلاسه کولو لپاره ددې ولایت، اقتصاد ریاست ته معرفي شول.

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د مسولینو په وینا، دغه زده کونکي د عملي او نظري زده کړو تر څنګ د مدیریتي د زده کړو په موخه دې ریاست ته معرفي شوي دي.

د یادونې وړ ده چې دغو زده کوونکو د یاد ولایت د اقتصاد ریاست سربیره، د ګمرک ریاست، مستوفیت او د ننګرهار ولایت د سوداګرۍ خونې څخه هم لیدنه وکړه او د بیلابیلو تخنیکي او مسلکي موضوعاتو په اړه یې روزنه ترلاسه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت څه موده وړاندې د زده کونکو د پوهاوي  او زده کړې کچې لوړولو لپاره د دې ولایت د اقتصاد ریاست او مستوفیت سره د ګډو همکاریو تفاهم لیک لاسلیک کړی.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۰
Background image

د کابل ښار په تخنیکي زده‌کړو مرکزونو کې اصلاحي، تربیوي او ښوونیزه برنامه پای ته ورسېده

هغه فکري، فرهنګي، اصلاحي او ښوونیز پروګرام چې د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له لوري، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و، پای ته ورسېد. په همدې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۹:۳۱
Background image

د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو له څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو سره لیدنې وکړې

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست مسؤلینو د امام ابوحنیفه (رحمه‌الله) د پنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د څه باندې ۲۰ تولیدي او صنعتي شرکتونو او د خصوصي سکتور. . .

BACK TO NEWS