د فراه تخنیکي او مسلکي انستیتوت محصلینو د «برق» په اړه روزنه ترلاسه کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳ - ۱۰:۷

د فراه ولایت اړوند تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د برښنا څانګې محصلینو ته د « درې فازه بریښنا » په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د دې درسي جلسې په ترڅ کې، نوموړو ته د « درې فازه بریښنایي موتورونو په کار اچولو » په اړه مفصل توضیحات وړاندې کړل.

دغه راز د درس په دوام کې، د استاد لخوا د محصلینو پوښتنو او سوالونو ته ځوابونه هم وړاندې شول.

عملي زده کړې له محصلینو سره مرسته کوي ترڅو نوموړي له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار کې جذب شي.

له همدې امله، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو لړۍ لا پیاوړې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۸:۵۰
Background image

د ننګرهار والي مرستیال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو لیدنه وکړه

د ننګرهار ولایت د مقام مرستیال مولوي غلام رحمن حیدري د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو له مرکزونو څخه لیدنه وکړه. نوموړي د دې لیدنې پر مهال د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو د زده‌کړو بهیر له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۸:۴۹
Background image

د پکتیا د تخنیکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ترمنځ په یوه ناسته کې د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو. د یاد هوکړه‌لیک لاسلیک موخه د دواړو ادارو ترمنځ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۴:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رهبرۍ ناسته د محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت په مشرۍ او د دې ادارې د محترمو مرستیالانو په حضور کې ترسره شوه. د دې ناستې موخه د تخنیکي او مسلکي چارو. . .

BACK TO NEWS