د پلان او همغږۍ ریاست او د ناروې کمیټې ترمنځ ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۳ - ۱۳:۴۲

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږيو ریاست د یوې غونډې په ترڅ کې، په افغانستان کې د ناروې کمیټې له مسؤلینو سره وکتل.

د دې غونډې محور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې او ناروې کمیټې ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا ویل شوې ده.

په دې غونډه کې د ځانګړو زده کړو په برخه کې د اسانتیاوو برابرولو  اود تعلیمي نصاب د بیاکتنې په اړه بحث وشو.

د یادونې وړ ده چې د ناروې کمیټه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سره د ځانګړو زده کړو په شمول د تخنیکي زده کړو په بیلابیلو برخو کې همکاري کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د ادارې او مدیریت پروګرام ۱۱۰۰ تنو فارغانو ته د لوړو زده‌کړو د دوام زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت مسؤلین وایي، هغو مجاهدینو ته چې د دې ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو د ادارې او مدیریت له پروګرام څخه فارغ شوي، د لوړو زده‌کړو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۶:۴۰
Background image

د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت د افغانستان په نړیوال نندارتون کې لومړی مقام خپل کړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ محترم وزارت له لوري د ۲۰ ټیمونو ترمنځ په جوړو شوو سیالیو کې د کمپیوټر ټکنالوژۍ انستیتیوت زده‌کوونکو لومړی مقام خپل کړ. یاده سیالي د افغانستان په نړیوال. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۵:۴۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ولایتي آمریتونو مالي مدیرانو ته روزنیز پروګرام پیل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د مالیې وزارت د متخصصینو په همکارۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ۳۴ ولایتونو د آمریتونو د مالي مدیرانو لپاره پنځه ورځنی د ظرفیت. . .

BACK TO NEWS