د غور ولایت د کرنې او وترنری انسټيټوټ د محصلینو د عملی زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۹:۵۷
TVETA

د غور ولایت اړوند د کرنې او وترنری انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د مایکروسکوپ په اړه په عملی بڼه روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د درس په ترڅ کې محصلینو ته د مایکروسکوپ، د مایکروسکوپ د اجزاوو او د لابراتوار د وسایلو د پېژندنې په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، تر څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغان له فراغت وروسته په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۱:۲۶
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو په اداره کې د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي سیمینار پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکو چارو ریاست د «زونونو رئیسانو او ولایتي آمرینو د صلاحیتونو او مسؤلیتونو د پېژندنې او پوهاوي» تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی سیمینار د دې ادارې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د مهاجرینو وزارت مالي معین وینا

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري معین، شیخ کلیم‌الرحمن فاني، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په اصلاحي غونډه کې د الله تعالی د «شفقت او مهربانۍ» صفاتو په اړه په تفصیل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۷
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته د دې ادارې د بېلابېلو څانګو د یو شمېر رئیسانو په ګډون د تخنیکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د پروګرام په پیل کې د تېرې ناستې پرېکړې. . .

BACK TO NEWS