د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي لخوا د بامیان ولایت حساب دارۍ انسټيټوټ څخه څېړنه ترسره شوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۱ - ۹:۰
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ د د یادې ادارې یوه پلاوي د بامیان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو ته د خپلو سفرونو په دوام ددې ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټيټوټ له وضعیت څخه څیړنه وکړه.

 یاد پلاوي ددې روزنیز مرکز ټول اسناد او اداري چارې وڅېړلې دغه راز په سمه توګه د چارو ترسره کیدو په موخه یې مسولینو او کارکوونکو ته هم لازمې لارښوونې وکړې.

د يادونې وړ ده، چې ياد پلاوي تر دې وړاندې د باميان ولايت د ځانګړو زده کړو لېسې او د کرنې او وترنرۍ له انستيتوت څخه هم ليدنه کړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۱۶
Background image

د چک کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو د عملي زده کړو بهیر

د میدان وردګو ولایت اړوند د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټيټوټ د انجینري څانګې محصلینو ته د یاد ولایت نوآباد کلي ته د یوه علمي سفر په ترڅ کې د احاطې دیوال د نقشه کشۍ په اړه په عملي بڼه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۰:۵۱
Background image

په کنړ ولایت کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام د پروژو دفاع کولو لړۍ پیل شوه

د کنړ ولایت په وټه پور زراعت مسلکي لیسه کې د مجاهدینو روزنیز پروګرام د وروستي سمسټر په بار د پروژو دفاع کولو لړۍ نن پیل شوه. یاد پروګرام د مجاهدینو روزنیزې دورې په پای کې د نومړو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د مومندرې کرنې مسلکي انسټيټوټ د محصلینو لخوا د شاتو مچیو پالنه

د ننګرهار ولایت د مومندرې کرنې مسلکي انسټيټوټ محصلینو ته په عملي ډول د مچیو پالنې د څرنګوالي په اړه روزنه ورکړل شوه. لارښود استاد محصلینو ته د درس په ترڅ کې د شاتو مچیو د ډولونو او د. . .

BACK TO NEWS