د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د تدریسي مامورینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۲۴
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست لخوا د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د مدیرانو او تدریسي مامورینو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرام جوړ شو.

په دې پروګرام کې ۳۰ تنو برخه اخیستې وه او نوموړو ته د یوې ورځې لپاره د مهمو اداري کارونو په اړه روزنه ورکول کیږي.

ګډونوالو له دې پروګرام څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، له مسوولینو څخه غواړي چې د کارکوونکو د ظرفیتونو لوړولو او پیاوړتیا په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

له بلې خوا د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د یادې ادارې د کارکوونکو د ظرفيتونو په لوړولو او پياوړتيا باندې ټينګار کوي او مسوولينو ته يې په دې برخه کې لازمې هدایات هم ورکړې دي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS