د برق په اړه د جوزجان تخنیکي انسټيټوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۳/۱ - ۹:۴۸
TVETA

د جوزجان ولايت تخنيکي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د علمی سفر په ترڅ کې د یاد ولايت د شبرغان ښار له سب استیشن څخه لیدنه وکړه او هغوی ته د برېښنا په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

 لارښود استاد زده کوونکو ته د بریښنا ولټاژ په اړه په مفصل بڼه توضیحات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

له همدې امله د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۳ - ۱۱:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې او د اوسپنې ویلې کولو فابریکو اتحادیې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست او د افغانستان د اوسپنې ویلې کولو فابریکو د اتحادیې مسؤلینو په یوه ناسته کې سره ولیدل او نظرونه شریک کړل. د دې ناستې موخه د دواړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

BACK TO NEWS