د ساختماني او جیوډیزي انسټيټیوټ د محصلینو د عملي زده کړو بهیر

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۲ - ۱۵:۱۷
عملې زده دکړې

د ساختماني او جیوډیزي د انسټيټيوټ محصلینو د عملي زده کړو په موخه د کابل د اتومیخانیکي اکاډمۍ اړوند ځمکه یې محاسبه کړه.

د زده کړې په جریان کې، نوموړو د انجینیرۍ بیلابیل وسایلو څخه کار واخیست او د ځمکې مساحت یې مشخص کړ.

له بلې خوا د کابل ولایت تخنیکي آمر ښاغلي استاد رفیع الله حبیبي د کابل د اتوميخانيکي اکاډمۍ د ساحو د هوارولو په اړه چې کار يې پخوا پيل شوى و، وويل چې د دې ساحې د شنه کولو او سمسورتیا بهير په ټينګه دوام لري.

هغه زياته کړه، چې په پام کې لري دغه ځاى د خلکو د ليدو او تفریح لپاره په يوه زرغون ځاى بدل شي.

د کابل اتومیخانیکي اکاډمۍ په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یو له مهمو ښوونیزو مرکزونو څخه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS