د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د بادغیس ولایت د ادارې او حسابدارۍ انستیتوت وضعیت وڅېړه
ښاغلي الحاج مولوي غلام حیدر شهامت د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست بادغیس ولایت ته د سفر په اوږدو کې، د یاد ولایت د ادارې او حسابدارۍ انستیتوت وضعیت و څېړه.
دغه پلاوي د یاد ښوونیز مرکز ټول اسناد وکتل، او ښاغلي مولوي صاحب شهامت د چارو د سمون په موخه مسؤلینو ته اړینې لارښونې وکړې.
همدااوس د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د دغه ادارې د یو پلاوي په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د څېړلو لپاره د بادغیس په ولایت کې دي، په پلان کې ده چې هغوی نور د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونه هم وڅېړي.
له دې مخکې دغه پلاوي هرات ولایت ته سفر کړی و، د هرات ولایت ټول تخنیکي او مسلکي مرکزونه یې وڅېړل.
ولایتونو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلاوي د سفر موخه، د تخنیکي او مسلکي زده مرکزونو د ستونزو پېژندل او هغه ته د حل لارې پیدا کولو څرنګوالی بیان شوی دی.
