د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د صرافۍ یو اتومات ماشین نصب شو

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۹ - ۱۳:۶
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې د عزیزي بانک، د صرافۍ یو اتومات ماشین نصب شو.

مفتي فضل الرحمن فاضل د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې، د مالي او اداري چارو مرستیال، د اتومات ماشین د نصب په افتتاحیه مراسمو کې وویل چې دغه کار د وخت لګولو څخه د مخنیوي په موخه ترسره کیږي.

د عزیزي بانک مرستیال او سرپرست د دغه اتومات ماشین د پرانیست په مراسمو کې وینا وکړه، او له تخنیکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره یې د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړ.

په همدې حال کې، ښاغلي غلام سعید احساس په دغه مراسمو کې وویل چې اوس د آبادۍ او پرمختګ وخت رارسېدلی دی، نوموړي د حکومت د وروستیو لاسته راوړنو په هکله وویل چې افغانستان د پرمختګ په لور روان دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۹:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو لوېدیځ زون ریاست له خصوصي سکتور او بنسټونو سره مشورتي ناسته

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لوېدیځ زون ریاست د کار بازار له اړتیاوو سره سم د تعلیمي نصاب ښه‌والي او اصلاح په موخه له خصوصي سکتور او بېلابېلو بنسټونو سره مشورتي ناسته ترسره کړه. د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

BACK TO NEWS