د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال د جوزجان تخنیکي انستیتوت د زده کړې له ساحو څخه لیدنه وکړه
ښاغلی غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، ولایتونو ته د سفر په اوږدو کې د جوزجان ولایت د تخنیکي انستیتوت څخه لیدنه وکړه.
هغوی د زده کړې له ورکشاپونو او د زده کړیالانو له اختراعاتو څخه هم لیدنه وکړه.
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، د یاد مرکز د زده کړیالانو د لاسته راوړنو ستاینه وکړه، په ځینو موضوع ګانو کې یې لازمې لارښونې وکړې.
دغه پلاوی د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزو د څېړلو لپاره د جوزجان ولایت ته تللی او په پلان کې ده چې نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.