په تخار کې د حرفوي کورسونو د فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول
په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو څخه څه د پاسه ۱۰۰ تنو فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول.
دغه مراسم د تخار والي ښاغلي مولوي عبیدالله امین زاده، د یاد ولایت د علماوو، ځوانانو او نورو سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.
د دغه مراسمو په پیل کې ښاغلي مولوي امین زاده د ټولنې په اقتصادي وده کې د حرفوي زده کړو د رول په اړه وینا وکړه او ویې ویل، دغه زده کړې د کارموندنې لامل ګرځي او حرفې په اقتصادي ځان بسیاینې کې مهم رول لوبوي.
د مراسمو په دوام کې د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر انجینر محمد ایفل مبارز د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونکو او کارکوونکو د هڅو قدرداني وکړه.
د تخار تخنيکي آمر زياته کړه، خلکو او ټولنې ته خدمت په دنيا او آخرت کې د ثواب سبب کېږي.
ښاغلي محمد ایفل مبارز همدارنګه وویل چې د حرفوي زده کړو برنامې د بې وزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي. نوموړي د دغو برنامو پر پراخولو او دوام ټینګار وکړ.
نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي زده کړو په اهميت خبرې وکړې او د هغې د دوام غوښتنه يې وکړه.
غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.