د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د لومړي نمبر لیلیې د بیارغونې چارو څخه څارنه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۱۵:۲۲
tveta

د اطلاعاتو او عامه اړیکو آمر ښاغلي انجینر نجیب الله امین په مشرۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې یوه پلاوي د دغې ادارې د لومړي نمبر لیلیې د بیارغونې چارې څخه څارنه وکړه.

د کابل تخنيکي آمر انجنير رفيع الله حبيبي او د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رياست انجنيران د نوموړي پلاوي غړي دي.

دوی له کاري لاندې ساحو څخه لیدنه وکړه او د قراردادي شرکت له مسؤلینو سره یې پر یو شمېر مسایلو خبرې اترې هم وکړې.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د څارنې موخه د قرارداد له مخې د پروژو پلي کول دي.

په پام کې ده چې نوموړی پلاوی خپل راپور د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره شریک کړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS