د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هیأت غزني ولایت ته ورسېد

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۰:۴۵
tveta

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هیأت د مولوي غلام سعید احساس په مشری چې د دغه ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو معاون دی غزني ولایت ته ورسېد.

د دغه سفر موخه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د وضعیت څېړل، او د هغوی اړتیاوې پوره کول بیان شوي دي.

دغه هیأت، د غزني مرکز د زراعت او وترنرۍ انستیتوت څخه لیدنه وکړه، او د دغه انستیتوت اسناد یې هم وڅېړل.

همدا اوس، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې هیأت د نوموړې ادارې د زده کړې مرکزونو د څېړلو په موخه پروان او غزني ولایتونو ته تللي، پلان لري چې نورو ولایتونو ته هم سفر وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د پنځه لنډ مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب ریاست د «کابل عزیز» ښوونیز مرکز سره په همکارۍ، د ۵ لند مهاله حرفوي څانګو ښوونیز نصاب تدوین کړ. په یادو څانګو کې روبوټیک او آرډوینو، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۲۹
Background image

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه روزنه ورکړل شوه

د کاپیسا ولایت نجراب کثیرالرشتوي انسټیټوټ د کرنې څانګې محصلینو ته دتخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د عملي روزنو په چهارچوب کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه.. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۹:۲۶
Background image

د فراه ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ زده کوونکو د اسټبلایزر په اړه عملي روزنه ترلاسه کړه

د فراه ولايت مرکز تخنیکي او مسلکي انسټيټوټ د دولسم ټولګي زده کوونکو د ياد ښوونیز مرکز د عملي زده کړو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د اسټبلایزر په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه. . .

BACK TO NEWS