د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پرمختګ په نړیوال کنفرانس کې د مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۵ - ۱۵:۵۵
tveta

د افغانستان د راتلونکي اقتصادي پراختیا په نړیوال کنفرانس کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حیدر شهامت ګډون او وینا وکړه.

دغه برنامه د ابن سینا د څیړنې او پراختیا مرکز لخوا جوړ شوې وه، چې په هغه کې لوړ پوړو دولتي چارواکو هم حضور درلود.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د هېواد په اقتصادي وده کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اهميت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل، د بېوزلۍ له منځه وړل او د ماهر او متخصص ځواک روزل د دغې ادارې له اساسي موخو څخه دي.

نوموړي همدا راز زیاته کړه چې د اسلام سپیڅلي دین د بې وزلۍ د له منځه وړلو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

ښاغلي مولوي شهامت زیاته کړه چې اوس مهال د افغانستان اسلامي امارت په هیواد کې له هر ډول بې وزلۍ سره مبارزه کوي.

نوموړي دغه راز په هېواد کې د امنيت ټينګښت د اقتصادي ودې لپاره يو استثنايي فرصت وباله او د ځينو لاسته راوړنو يادونه يې وکړه.

په ورته وخت کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست زياته کړه چې په قوش تپې کانال کې د انس جوړول، د ښوونيز نصاب معياري کول او د مجاهدينو لپاره د روزنیزې طرحې جوړول په تېر کال کې د دغې ادارې له لویو او مهمو لاسته راوړنو څخه دي.

له بلې خوا ښاغلي شهامت په بهرنیو هېوادونو کې د افغان کډوالو وضعیت ته په اشارې سره وویل «چې اوس مهال د هېواد د ځوانانو او کارپوهانو د خدمت لپاره زمینه برابره ده. هغه له ځوانانو وغوښتل چې په افغانستان کې پاتې شي او د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې ونډه واخلي».

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

زده‌کوونکو ته د موټر وایرینګ ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د ننګرهار ولایت د میخانیکي انسټیټوټ زده‌کوونکو د یوې درسي ناستې په ترڅ کې د موټر وایرینګ اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د برېښنا څانګې استاد د عملي روزنې پر مهال د موټر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۱ - ۱۱:۲۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د ټرانسفارمر د ترمیم عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو د عملي درسونو په لړ کې د ټرانسفارمر د ترمیم څرنګوالي او دندو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. په ورته مهال کې د برېښنا څانګې استاد د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د شاتو مچیو روزنې عملي زده‌کړه

د لغمان ولایت قرغیو کثیرالرشتوي انسټیټیوټ زده‌کوونکو د شاتو مچیو روزنې په برخه کې عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د شاتو مچیو روزنې له بېلابېلو پړاوونو،. . .

BACK TO NEWS