د خطاطۍ او رسامۍ سیالۍ لپاره د چمتوالي غونډه ترسره شوه

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۷/۱ - ۱۳:۴
جلسه امادګی

د خطاطۍ او رسامۍ سیالۍ ته د چمتووالي په موخه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مقام د دفتر رئیس استاد مطیع الله هدایت په مشرۍ غونډه ترسره شوه.

په دغې غونډه کې د سيالۍ د ترسره کیدو لپاره دکمیټو په تعین بحث وشو.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ښکلو هنرونو او صنايعو انسټيټوټ آمر دې ژر تر ژره کمېټې جوړې او د سياليو د شفافيت په موخه دې د داورانو کمېټه هم وټاکي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په پام کې لري چې د اسلام د ستر پيغمبر (ﷺ) د ميلاد په مناسبت د خطاطۍ او رسامۍ سيالۍ په لاره واچوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۱۱:۲۶
Background image

د پروان ولایت سیدخیلکثیرالرشتوي انسټیټوټ د محصلینو له لوري د عملي روزنو د زده کړې لړۍ

د پروان ولایت اړوند سید خیل ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو د عملي زده کړو په چوکاټ کې د حشراتو په اړه روزنه ترلاسه کړه. پدې جلسه کې، لارښود استاد محصلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۴۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په یوه ښووونیز مرکز کې د عملي زده کړو لړۍ

د کاپیسا ولایت اړوند«حصه اول کوهستان» کرنې او وترنرۍ انسټيټوټ د وترنرۍ څانګې محصلینو ته د حیواني ناروغیو د درملنې او جراحۍ په اړه په عملي بڼه روزنه ورکړل شوه. د لارښود استاد تر نظر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۹:۳۴
Background image

۳۰ تنه محبوسین د مبایل رغونې« ترمیم مبایل» له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه فارغ شول

د مبایل رغونې«ترمیم مبایل» څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د زابل ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې. . .

BACK TO NEWS