د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ادارې له رئيسانو سره د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب پلاوي لوی ریاست غونډه ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۷ - ۱۱:۲۹
Meeting

د اسلامي امارت د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب د لوی ریاست پلاوي تعارفي غونډه د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له رئیسانو او آمرینو سره ترسره شوه.

په دغې کتنه کې د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو د فرمانونو د څارنې او تعقیب رئيس عبدالقدیر فيصل د فرمانونو او حکمونو د څارنې او تعقیب د لوی رياست د دندو او مسئوليتونو په هکله خبرې وکړې.

په دغې ناسته کې ښاغلي فیصل د نظام له لویو مصالحو سره سم د ادارو ترمنځ د همکارۍ پر اړتیا ټینګار وکړ.

نوموړي وویل: «اړینه ده چې د امارت د لوی مصالح په پام کې ونیسو او په ګډه همکاري وکړو» .

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیسانو او آمرینو هم د څارنې د چارو په اړه خپل نظرونه او پوښتنې وړاندې کړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS