د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه ترسره شوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۵/۲۶ - ۱۳:۴۵
اصلاحی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اونیزه اصلاحي غونډه د دغې ادارې د تعلیمي او تحصیلي چارو رئیس مولوي مبشر اغا په وینا د کارکوونکو په حضور کې ترسره شوه.

نوموړي په خپلو خبرو کې د غفلت او د هغې پر لاملونو خبرې وکړې.

مولوي مبشر اغا غفلت يوه ناروغي وبلله او ويې ويل، چې ډېری خلک دغه ناروغۍ ته متوجې نه دي.

هغه وویل چې الله تعالی (ج) انسان ته عقل ورکړی دی او که انسان له عقل څخه کار وانخلي او بې پروايي وکړي د هغه حیثیت تر څاروي هم بدتر دی.

مولوي مبشر اغا ټینګار وکړ چې خدای (ج) خپل بندګان له غفلت څخه منع کوي او غفلت د خدای د عذاب سبب کیږي.

هغه سپارښتنه وکړه چې دیني پوهه، د الله تعالی (ج) ذکر، د قرآن کریم تلاوت او توبه د غفلت مخه نیسي.

غونډه د خیر دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۴۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس تخار ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، تخار ولایت ته سفر وکړ. نوموړي د خپل سفر پر مهال د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د مرکزونو له محصلینو،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۱:۲۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس کندز ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې رئیس، محترم مولوي غلام حیدر شهامت، د خپلو کاري او څارنیزو سفرونو په لړ کې کندز ولایت ته سفر وکړ. نوموړي په کندز ولایت کې له سیمه‌ییزو مسؤلینو او د تخنیکي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۳۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اصلاحي غونډه ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي غونډو په دوام، نن د کابل پوهنتون استاد، محترم نصرمن‌الله مجاهد، د آخرت لپاره د چمتووالي او د مسلمانانو د دیني مسؤلیتونو په اړه وینا وکړه. نوموړي. . .

BACK TO NEWS