د پلان او ستراتیژیکې همغږۍ رئیس په کابل کې د آزاد اسلامي پوهنتون له رئیس سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۲۱ - ۱۷:۲۱
Plan

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتيژيکې همغږۍ رئيس مولوي نېک محمد نېکمل په کابل کې د ايران آزاد اسلامي پوهنتون له رئيس ډاکټر علي صادقي سره وکتل.

 د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو اترو تمرکز د ښوونیزو او روزنیزو  تجربو تبادله وه.

 ښاغلي نیکمل د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو استادانو د ظرفیت لوړولو او افغانستان د کار بازار تحلیل په برخه کې د ایران آزاد اسلامي پوهنتون د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ایران آزاد اسلامي پوهنتون رئيس د تخنيکي او مسلکي زده کړو له ادارې سره د دغه نهاد د همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۸ - ۱۴:۴۴
Background image

د کارکوونکو چارو ریاست لخوا لسګونو ستونزو ته رسېدنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست د کارکوونکو سره د اړیکو آمریت په تیر کال کې د دې ادارې د کارمندانو لخوا ثبت شوي لسګونو شکایتونو ته رسیدګي کړې. د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۱۴:۵۴
Background image

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته ځانګړي زده کړې!

په افغانستان کې د اورېدو معلولیت لرونکي کسانو ته د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې لخوا په ځانګړي ډول زده کړې وړاندې کیږي. اصلي موخه، د نوموړو د شغلي ځان بسیاینې او همدارنګه کار بازار ته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۷ - ۹:۲۸
Background image

د چارو په غوره ترسره کولو باندې د مولوي غلام سعید احساس ټینګار

د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال محترم مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ښوونیز نصاب او د تعلیمي او تحصیلي ارزونې او څارنې رئیسانو سره په یوه غونډه کې وکتل او خبرې. . .

BACK TO NEWS