د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او ادارې چارو معاونیت غونډه ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۱۵:۵۲
د مالي او اداري چارو معاونیت

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د مالي او اداري چارو معاونیت  غونډه د دغه ادارې مالي او اداري چارو مرستيال مفتي فضل الرحمن فاضل په مشرۍ ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې یو شمېر رئیسانو او آمرینو هم حضور درلود، ښاغلي فاضل لومړۍ د تېرې مالي او اداري ناستې پر ځینو مسایلو او پرېکړو خبرې وکړې.

 د اجنډا له مخې د ۱۴۰۲ مالي کال تدارکاتي پلان او د هغې پر تطبیق بحث وشو. د تدارکاتو آمر د قراردادې پروژو او پیرودلو په اړه خبرې وکړې.

 دغه راز د بشري سرچینو رئيس د استادانو د خالي بستونو او د دغو بستونو لپاره د ازموينې د اخيستلو په اړه هم خبرې وکړې.

د غونډې برخه والو د پورتنیو موضوعاتو په اړه خپل نظرونه وړاندې کړل او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

BACK TO NEWS