یوې خیریه موسسې انرژۍ او اوبو انسټیټوټ ته د ۲۳۰ نیالګي ډالۍ کړل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۴ - ۱۴:۱
انستیتوت انرژی و آب

د «یتیم پالنې» په نوم یوې خیریه موسسې په کابل کې د انرژۍ او اوبو انسټیټوټ ته ۲۳۰ زینتي او قیمتي نیالګي ډالۍ کړل.

 په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلي مولوي غلام حیدر شهامت په حضور کې د یتیم پالنې موسسې رئیس صادق صافي د دغه موسسې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.

 ښاغلي صافي وويل، دغه موسسه د يتيمانو لپاره حرفوي زده کړو زمینه برابروي او ملاتړ يې کوي.

 هغه زياته کړه، چې د يتیم پالنې موسسې په ښوونيزو مرکزونو کې د ١٥٠٠ نجونو په ګډون سلګونه ماشومان په زده کړو بوخت دي.

د هغه په ​​وينا، يادې موسسې په نوي کال کې د نيالګيو کښېنولو لپاره ٣٠ زره نيالګي وېشلي، چې له دې جملې څخه ١٧ زره نيالګي يتيمو کورنيو ته ورکړي دي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د يتيم پالنې موسسې له مرستو او له يتيمانو سره د ملاتړ قدرداني وکړه.

ښاغلي شهامت وويل، د نيالګيو کښېنول او زده کړي د جاریه صدقې له جملې څخه دي.

 په پای کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د انرژۍ او اوبو له انسټیټوټ څخه ليدنه وکړه او د یاد انسټیټوټ اداري او تدريسي چاری یې بررسې کړی.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS