د بلخ ولايت تخنيکي آمر د دغه ولايت د اقتصاد له رئيس سره وکتل

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۶ - ۱۰:۸
د بلخ ولايت

دبلخ ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر ښاغلي مولوي نورالله صلاح الدين اميني د یاد ولايت داقتصاد له رئيس ښاغلي مولوي عبدالشکور جواد سره وکتل او خبرې اترې يې وکړې .

په دغه کتنه کې د بلخ د نفت او ګازو د انسټیټوټ آمر ښاغلي استاد لعل محمد توخي هم حضور درلود.

په دغه ناسته کې د بلخ ولایت تخنیکي آمر د تخنيکي او مسلکي زده کړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او ويې ويل چې د تخنيکي زده کړو ملاتړ په ټولنه کې د اقتصاد د ودې لامل کېږي.

 په ورته وخت کې د بلخ د اقتصاد رئيس وويل: دواړه نهادونه د هېواد د پراختیا او پرمختګ لپاره ګډې موخې لري.

ښاغلي جواد ژمنه وکړه، چې دوی به په دغه ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو له ټولو برنامو ملاتړ کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي ناسته کې د برېښنا اړوند مهمو موضوعاتو لکه سیم‌غڅونې، د برقي مدارونو تشخیص او ترمیم، او د برېښنا خوندیتوب په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

BACK TO NEWS