د کندز د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له روزنیزې برنامې څخه 100 نوي ګمارل شوي کارکوونکي فارغ شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۲ - ۹:۵۸
فراغت 100

د کندز ولایت په دولتي ادارو کې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه نوي ګمارل شوي کارکوونکي چې اکثره یې د اسلامي امارت مجاهدین دي، له دوه میاشتني روزنیز کورس څخه فارغ شول.

دغه روزنیزه دوره د کندز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت له خوا جوړ شوی وه، چې د کمپیوټر، ادارې او مدیریت مهارتونه پکې تدریس شول.

د دغه کورس فارغانو د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د فراغت تصدیق پاڼې ترلاسه کړي.

 د کندوز د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر فريد احمد لکڼ خېل وايي، چې د دغه آمریت تعليمي پروګرامونه به د مجاهدينو او نويو ګومارل شويو کارکوونکو لپاره دوام وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۳۳
Background image

د لغمان د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ د زده‌کوونکو فراغت مراسم ترسره شول

د لغمان ولایت د مرکز کثیرالرشتوي انسټیټوټ ۱۷۵ تنه زده‌کوونکي د نېټورک، ډیټابېس، اګرانومي، ودانیو او برېښنا رسونې له څانګو فارغ شول. د پروګرام په پیل کې د انسټیټوټ آمر، قاري محمد اکرم. . .

BACK TO NEWS