د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۳:۵۱
خبرهای کوتاه از فعالیت‌های

♦ لوګر

د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د څارنې پلاوي د یاد ولایت د میخانیکي لېسې وضعیت وڅېړه.

دغه پلاوي د لوګر د میخانیکي لېسې له آمر سره په خبرو کې د یادې لېسې ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د لوګر د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت پلاوي د یاد ولایت د میخانیکي عالي لېسې د اداري او تدریسي چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.

♦ کندز

د کندز ولايت د تخنيکي او مسلکي زده کړو آمر فريد احمد لکڼ خيل د یاد ولايت د اسلامي بانک له مدیر سره وکتل .

په دې کتنه کې د اسلامي بانک او د کندز د تخنيکي او مسلکي زده کړو د آمریت ترمنځ د همکاريو په باب خبرې وشوې.

♦ کنړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت میاشتنۍ غونډه د یاد ولایت د مسلکي ښوونځیو او انسټیټونو د آمرینو او تدریسي مدیرانو په حضور کې ترسره شوه.

په دې کتنه کې د کنړ د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د ستونزو د څیړلو ترڅنګ په دغه مرکزونو کې د زده کوونکو د جذب د زیاتوالي په اړه هم خبرې وشوې.

♦ لغمان

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د څارنې پلاوي د یاد ولایت په مرکز کې له مسلکي لیسې څخه لیدنه وکړه.

نوموړي پلاوي د لغمان د مرکز اړوند مسلکي لېسې ستونزې وڅېړلې او د یادې لېسې د اداري او تدریسي چارو د لا ښه والي په موخه یې لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS