دتخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست د ترکمنستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره خبري اترې وکړي

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۰ - ۱۳:۴۵
گفت‌وگوی سرپرست

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حيدر شهامت د دوست هېواد ترکمنستان د پوهنې وزارت له چارواکو سره انلاین ناسته وکړه.

 په دې کتنه کې چې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس هم حضور درلود، د ترکمنستان له خوا د تحصيلي بورسونو د ورکړې، په افغانستان کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو د استادانو لپاره د ریل پټلۍ او ګازو د نل ليکې په څانګو د روزنې او د ذکر شویو څانګو د نصاب د تدوين په باب خبرې وشوې.

ښاغلي شهامت د افغانستان او ترکمنستان د همکاریو له امله مننه وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د فعالیتونو په اړه یې خبرې وکړې.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست دغه راز د رېل پټلۍ او ګازو د نل ليکې د انسټیټوټ د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره د ترکمنستان د ښوونيز سکټور د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس هم وويل، چې افغانستان له څلوېښت کلنې جګړې وروسته اوس د پرمختګ لپاره د ګاونډيو هېوادونو همکارۍ ته اړتيا لري.

 د ترکمنستان د پوهنې وزارت چارواکي وايي، دغه هېواد تل له افغانستان سره ښې اړیکې لري او د ترکمنستان د همکاریو د دوام ډاډ یې ورکړ.

 دوی زیاته کړه چې اوسمهال په ترکمنستان کې ۷۰ افغان زده کړیالان په تخنیکي او مسلکي برخو کې په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۷
Background image

په اسلامي سیاسي نظام کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ځای او رول

د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ رئیس مفتي نورالله عزام د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې په یوه اصلاحي ناسته کې د اسلامي نظام د ساتنې او پیاوړتیا په برخه کې د مسلکي زده‌کړو پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۲۵
Background image

د چک ولسوالۍ انسټیټیوټ او معارف مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ کثیرالرشتوي انسټیټیوټ آمریت د یادې ولسوالۍ د ښوونځیو له یو شمېر مدیرانو او مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه. دا ناسته په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۳:۷
Background image

محصلینو ته د ودانیو د نقشو عملي کولو زده‌کړه ورکړل شوه

د میدان وردګو ولایت جلګې ولسوالۍ د کثیرالرشتوي انسټیټیوټ محصلینو د عملي زده‌کړو په لړ کې د استوګنیزو ودانیو د جوړولو اړوند موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. د ودانیزو ټکنالوژۍ. . .

BACK TO NEWS