کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ د فراغت جشن لومړۍ دوره جوړه شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۳:۵۴

د کابل د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ د دغه ښوونیز مرکز د محصلینو د فراغت په مناسبت فراغت غونډه جوړه کړه.

په دې مراسمو کې د فارغ شویو محصلینو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه.

نوموړو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې څخه قدر داني وکړه چې د اوریدلو معلولیت لرونکو کسانو لپاره د زده کړو زمینه کې اسانتیاوې برابروي.

په همدې حال کې يو تن فارغ شوي محصل دکابل د ناشنوایانو مسلکي انسټيټوټ دښوونيزو پروګرامونو د څرنګوالي په اړه وويل چې اوس مهال په دغه ښوونيز مرکز کې د ناشنوا کسانو لپاره د زده کړو ټولې زمینې برابرې دي .

دا په داسې حال کې ده، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو اداره په ټول هېواد کې د ځانګړو زده کړو مرکزونه لري، چې په یاد مرکزونو کې د هغو کسانو لپاره چې د اورېدلو او ليدو معلوليت لري، په مسلکي توګه روزنه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS