ښاغلي مولوی غلام سعید احساس د فراه ولایت له مرستیال والي سره وکتل

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۹:۲۵
TVETA

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د تخنیکي او مسلکی چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس او ورسره مل پلاوي یې د فراه ولایت له مرستیال والي مولوي عبدالکریم جهادیار سره وکتل.

محترم مولوي احساس د فراه ولایت له مرستیال والي سره د ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزې او ننګونې د مولوي عبدالکریم جهادیار سره شریکې کړې.

نوموړي د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په اړه په مفصله توګه توضیحات وړاندې کړل او زياته يې کړه، چې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د يوه کال راهیسې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو او ولسواليو کې د دې ادارې له ټولو ښوونيزو مرکزونو څخه څارنه کړې ده.

دغه راز د تخنیکي او مسلکي چارو مرستيال په فراه ولايت کې د مجاهدينو د روزنې پر څرنګوالى خبرې وکړې او ويې ويل چې دمجاهدينو دروزنې طرحه له ١٨ مياشتو راپديخوا د پلي کیدو په حال کې ده او یاده طرحه دمجاهدينو لپاره يو زرين چانس دى تر څو هغه مجاهدین چې د اشغال پر محال د خپلو زده کړو څخه بهر پاتې دي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي .

په دې غونډه کې په نورو اړوندو مسایلو هم خبرې وشوې او د فراه ولایت مرستیال والي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پروګرامونو څخه د ملاټر ترڅنګ زیاته کړه چې په دغه ولایت کې به د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو ستونزو او ننګونو ته رسیدنه وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

د فراه ولایت مقام د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په حضور سره غونډه جوړه کړه

د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال مولوي غلام سعيد احساس د یوې غونډې په ترڅ کې دفراه ولايت له مقاماتو او مسوولينو سره وکتل . په دې غونډه کې د فراه ولایت مرستیال والي هم حضور درلود. په پیل. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۴:۳۸
Background image

د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنیز پروګرام لړۍ وڅیړل شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تخنیکی او مسلکي مرستیال مولوي غلام سعید احساس فراه ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنیز. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۳:۱۰
Background image

د مولوي غلام سعید احساس او د فراه ولایت د تخنیکي و مسلکي زده کړو مرکزونو مسوولینو تر منځ ناسته تر سره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې پلاوي د فراه ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو څخه د څارنې په پای کې د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو له مسوولینو او کارکوونکو سره. . .

BACK TO NEWS