په کابل ښار کې د انسټیټونو تدریسي مامورینو لپاره د ظرفیت لوړونې برنامه په لاره واچول شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۱:۳۲
برنامه‌ی ارتقای ظرفیت

د کابل ښار د انسټیټونو تدریسی مامورینو ته د ظرفیت لوړونې دری ورځنی برنامه د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د بشري سرچینو ریاست د ادارې د پراختیا او ظرفیت لوړونې آمریت له خوا په لاره واچول شوه.

په دغه برنامه کې د کابل ښار د انسټیټونو تدریسی مامورینو ته د اداري مراسلاتو په برخه کې نوي مهارتونه تدریس کیږي.

د بشري سرچینو رئيس مولانا خالد يعقوبي وويل، چې د دغه پروګرام له جوړېدو څخه يې موخه د تدریسي مامورینو د ظرفيتونو لوړول او په اداري مراسلاتو په برخه کې د ځينو نيمګړتياوو له منځه وړل دي.

هغه زیاته کړه، د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ښوونیزو مرکزونو مامورینو، استادانو او کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې پروګرامونه به دوام وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۴۱
Background image

د میخانیکي انسټیټیوټ زده‌کوونکو لپاره د کارموندنې مهارتونو سیمینار ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست په مرسته، د کابل ولایت د میخانیکي انسټیټیوټ د یو شمېر زده‌کوونکو او کارکوونکو په ګډون د کارموندنې مهارتونو او مسلکي مشورو روزنیز. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۴:۱۸
Background image

د تخنیکي زده‌کړو د ولایتي مسئولینو د صلاحیتونو ټاکنه او سپارنه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو او ولایتونو د تخنیکي آمریتونو د صلاحیتونو او مسئولیتونو د ټاکنې او سپارنې د څرنګوالي په پار د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د رهبرۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۳۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې اکاډمیک بورډ د دې ادارې د اکاډمیکو برخو د ستونزو او ننګونو د ارزونې او حل په موخه ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې د اکاډمیک بورډ د پخوانیو غونډو پرېکړې. . .

BACK TO NEWS