په نیمروز ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمی سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۳۰ - ۸:۱۹
TVETA

د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي په دغه ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه د آزموینې د اخیستلو خبر ورکوي.

په یاد پروګرام کې د نیمروز ولایت سیمه‌ییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.

د دوی په خبره، په دې پروګرام کې شاوخوا ۵۰ تنو ګډون کړی او ټاکل شوي چې د تعلیمي سویې د تثبیت وروسته به د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په لسم او دیارلسم ټولګیو کې شامل شي.

په ورته وخت کې چارواکي د دې آزموینې په ترسره کېدو کې د شفافیت ډاډ ورکوي.

دا پروګرام په داسې حال کې په نیمروز ولایت کې پیل شو چې اوس محال د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې  د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنې لړۍ دوام لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۱:۴۱
Background image

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو اداري ناسته ترسره شوه

د لغمان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو آمریت اداري ناسته د مهمو اداري او ښوونیزو موضوعاتو د ارزونې او د مجاهدینو د پروګرام فعالیتونو د بیا پیل په اړه د اړینو پرېکړو نیولو په موخه ترسره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

BACK TO NEWS