په نیمروز ولایت کې دمجاهدینو د تعلیمی سویې د تثبیت آزموینه واخیستل شوه
د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي په دغه ولایت کې د مجاهدینو د تعلیمي سویې د تثبیت په موخه د آزموینې د اخیستلو خبر ورکوي.
په یاد پروګرام کې د نیمروز ولایت سیمهییزو چارواکو او مشرانو هم حضور درلود.
د دوی په خبره، په دې پروګرام کې شاوخوا ۵۰ تنو ګډون کړی او ټاکل شوي چې د تعلیمي سویې د تثبیت وروسته به د نیمروز ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې په لسم او دیارلسم ټولګیو کې شامل شي.
په ورته وخت کې چارواکي د دې آزموینې په ترسره کېدو کې د شفافیت ډاډ ورکوي.
دا پروګرام په داسې حال کې په نیمروز ولایت کې پیل شو چې اوس محال د هیواد په ګڼ شمېر ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د مجاهدینو د روزنې لړۍ دوام لري.