په ننګرهار کې د اقتصاد ریاست، د خاصو زده کړو مرکزونو د ستونزو حل کولو لپاره ناسته ترسره کړه

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۶ - ۱۰:۲۳
tveta

د ننګرهار د والي ښاغلي ملامحمد نعیم آخند د هدایت په اساس، د دغه ولایت د اقتصاد ریاست، د خاصو زده کړو مرکزونو ستونزو ته د رسیدګۍ په موخه یوه مشورتي ناسته ترسره کړه.

دغه ناسته د کورنیو بنیادونو او مؤسسو لکه د اطفالو د خوندیتوب دفتر، د نابینایانو او ناشنوایانو اتحادیه، ډی آر سي او اچ اچ آر مؤسسو په حضور کې جوړه او په دغه ناسته کې په ننګرهار ولایت کې د ناشنوایانو او نابینایانو د ستونزو په حل کولو بحث او خبرې اترې وشوې.

په دغه جلسه کې بېلابېلو بنسټونو په ننګرهار ولایت کې د خاصو زده کړو مرکزونو، اړتیاوو او ستونزو ته له رسیدنې ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۵۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د ولایتي مسؤلینو سیمینار پای ته ورسېد

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو د زونونو رئیسانو او ولایتي آمریتونو پنځه ورځنی روزنیز سیمینار پای ته ورسېد. د دې پروګرام په پای غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې محترمو مرستیالانو ګډون. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۴۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د عامه پوهاوي پیغامونو لګول دوام لري

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اسلامي ارزښتونو ترویج او ساتنې په موخه د امیرالمؤمنین عاليقدر شیخ حفظه‌الله یو شمېر پیغامونه او ویناوې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نصب کړې. دغه پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۵ - ۱۶:۷
Background image

په ګرمو سیمو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې

نن ورځ د هېواد په ګرمو سیمو او ولایتونو کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو ازموینې پیل شوې. د یادو مرکزونو مسؤلین د ازموینو د شفافیت په اړه ډاډ ورکوي. په همدې موخه د لغمان ولایت د. . .

BACK TO NEWS