په تعلیمي چارو د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست له مسؤلینو سره د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال خبرې اترې وکړې
ښاغلي مولوي غلام سعید احساس، د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال په خپل کاري دفتر کې، د ښوونې، روزنې او لوړو زده کړو په چارو د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست له رئیس، مولوي الله نور احسان سره لیدنه او خبرې اترې وکړې.
په دغه ناسته کې دواړو لورو په تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د «مشرتابه» د فرمانونو او احکامو د پلي کولو په څرنګوالي بحث وکړ.
ښاغلي مولوي احسان په دغه لیدنه کې، په تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره کې د فرمانونو او احکامو له پلي کولو څخه ستاینه وکړه، ویې ویل چې د «مشرتابه» ټول احکام د تخنیکي او مسلکي زده کړو په اداره کې پلي او عملي شوي دي.
د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال، د فرمانونو د تعقیب او نظارت ریاست له مسؤلینو سره په دغه لیدنه کې، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړ.