په تخار کې د حرفوي کورسونو د فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۲ - ۹:۱۸
tveta

په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو څخه څه د پاسه ۱۰۰ تنو فارغانو د فراغت مراسم ترسره شول.

دغه مراسم د تخار والي ښاغلي مولوي عبیدالله امین زاده، د یاد ولایت د علماوو، ځوانانو او نورو سیمه ییزو چارواکو په حضور کې ترسره شول.

 د دغه مراسمو په پیل کې ښاغلي مولوي امین زاده د ټولنې په اقتصادي وده کې د حرفوي زده کړو د رول په اړه وینا وکړه او ویې ویل، دغه زده کړې د کارموندنې لامل ګرځي او حرفې په اقتصادي ځان بسیاینې کې مهم رول لوبوي.

 د مراسمو په دوام کې د تخار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر  انجینر محمد ایفل مبارز د یاد ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو مرکزونو د ښوونکو او کارکوونکو د هڅو قدرداني وکړه.

د تخار تخنيکي آمر زياته کړه، خلکو او ټولنې ته خدمت په دنيا او آخرت کې د ثواب سبب کېږي.

 ښاغلي محمد ایفل مبارز همدارنګه وویل چې د حرفوي زده کړو برنامې د بې وزلۍ په کمولو کې مهم رول لوبوي. نوموړي د دغو برنامو پر پراخولو او دوام ټینګار وکړ.

 نورو ويناوالو هم د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي زده کړو په اهميت خبرې وکړې او د هغې د دوام غوښتنه يې وکړه.

 غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۱۰:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د جوزجان ولایت له تعلیمي مرکزونو څخه لیدنه وکړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د تخنیکي او مسلکي چارو مرستیال مولوي غلام سعید احساس په مشرۍ یوه پلاوي د خپلو لیدنو په ترڅ کې د جوزجان ولایت د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو مرکزونو له وضعیت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۳ - ۱۷:۱۸
Background image

په پکتیا ولایت کې د یاد ولایت د تخنیکي زده کړو آمریت له لوري د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل شو

د پکتیا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسؤلين وايي چې نوموړو د یاد ولایت څمکنۍ ولسوالۍ په کثیرالرشتوي انسټیټیوټ کې د کمپیوټر ترمیم روزنیز پروګرام پیل کړی دی. دا پروګرام به درې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۱۳:۲۲
Background image

د مالي او اداري مرستیال د کونړ ولایت ته سفر وکړ

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مالي او اداري مرستیال، ښاغلي مفتي فضل الرحمن فاضل، کونړ ولایت ته سفر وکړ.   په دې سفر کې د بېلابېلو برخو هیأت د مالي او اداري مرستیال ملتیا کوي. ټاکل شوې. . .

BACK TO NEWS