په تخار ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې لخوا د کار موندنې مرکز پرانیستل شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۵

په تخار ولایت کې تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلینو د یو اقدام په ترڅ کې د هغو زده کړیالانو لپاره د دندې موندلو اومشوره دهۍ مرکز پرانیست چې د فراغت په درشل کې موقعیت لري.

د دې مرکز په پرانیست غونډه کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د مرکزي هستې یو شمیر مسؤلینو هم ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې د کارموندنې یاد مرکز د کار بازار ته د ننوتلو لپاره د زده کړیالانو د چمتو کولو په موخه جوړ شوی دی.

په ورته وخت کې، ټاکل شوې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین به د ۱۵۰ تنه محصلینو لپاره د « کارآفرینۍ » تر عنوان لاندې پنځه ورځني ښوونیز سیمینار هم پیل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل هڅه کوي چې محصلینو ته د معیاري تخنیکي او مسلکي زده کړو په وړاندې کولو سره نوموړو د کار بازار د ننوتلو زمینه برابر کړي او زده کړیالان وکولی شي د دندو رامینځته کولو په برخه کې خپلې وړتیاوې وکاروي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۱۰:۰
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس سره وکتل

له خصوصي سکتور سره د همکاریو پراختیا د هڅو په دوام کې، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د څېړنې او نوښت ریاست یوه پلاوي د شفا فارما ملي فابریکې له رئیس، ډاکټر نثار احمد ترکي، سره وکتل او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۳:۲۴
Background image

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون پرانیستل شو

د ښکلو هنرونو او صنایعو انسټیټیوټ نندارتون نن په کابل کې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د یو شمېر مسؤلینو په حضور کې پرانیستل شو. دا نندارتون به درې ورځې دوام وکړي، چې پکې د ښکلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

BACK TO NEWS