مولوي شهامت: د کابل د اتومیخانیکي انسټیټوټ د استوګنې د بلاکونو ستونزې دې ژر حل شی
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست مولوي غلام حيدر شهامت د یادې ادارې ښوونیزو مرکزونو له استادانو او متقاعد او برحال کارکوونکو سره چې د کابل د اتومیخانیکي انسټیټوټ د استوګنې په بلاکونو کې ژوند کوي، وکتل.
په دې ناسته کې استادانو او کارکوونکو د استوګنې د بلاکونو د برښنا پرې کېدو په ګډون د خپلو ستونزو په اړه خبرې وکړې.
د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د استوګنې په بلاکونو کې د مېشتو استادانو او کارکوونکو د ستونزو له اورېدو وروسته اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د دوی ستونزې ژر تر ژره حل کړي.