عامه پوهاوی؛ په ميمنې ښار کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د تبلیغاتی بنرونه ولګول شول

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۵ - ۱۵:۱۱
شهر میمنه

د عامه پوهاوي د کمپاین په لړۍ کې د فاریاب ولایت مرکز میمنې ښار په ځینو برخو کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې تبلیغاتی بنرونه ولګول شول.

د عامه پوهاوي یاد شوي کمپاین په نورو ولایتونو کې هم روان دی.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره د افغانستان یو له مهمو ښوونیزو او تحصیلي بنسټونو څخه دی، چې یو له مهمو موخو څخه یې د مسلکي او ماهر کاري ځواک روزل دي.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې تر ۶۰ سلنې زیاتې زده کړې عملي دي. ترڅو د یادو مرکزونو زده کونکي او زده کړیالان له فراغت وروسته مستقیم د کار په بازار کې جذب شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۱۰:۳
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو د یو ښوونیز مرکز زده کوونکو شاتیو مچیو له یو فارم څخه لیدنه وکړه

د کندز ولایت چهاردرې ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې زده کوونکو ته د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د عملي زده‌کړو په چوکاټ کې د یو علمي سفر په ترڅ کې د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي ډول. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۸:۵۱
Background image

په خوست ولایت کې د برښنا څانګې له لنډمهاله حرفوي پروګرام څخه د ۶۰ تنه محبوسینو فراغت

د برښنا څانګې لنډمهاله حرفوي روزنیز پروګرام، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا د یاد ولایت په محبس کې پیل شوی و، پای ته ورسید. په دې لنډمهاله پروګرام. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۴ - ۱۴:۲۲
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره شو

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د کارکوونکو چارو ریاست، د جامعه المصطفی پوهنتون سره په همکارۍ، د یادې ادارې یوشمیر کارمندانو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام ترسره کړ. په دې ښوونیز پروګرام کې. . .

BACK TO NEWS