سویډن کمیټې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له مشرتابه سره وکتل

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۷ - ۱۳:۳۶
tveta

د سویډن کمیټې یوه پلاوي د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې له سرپرست ښاغلی مولوي غلام حیدر شهامت سره وکتل.

په دې غونډه کې چې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د پلان او ستراتیژیکو همغږۍ د رئیس ښاغلي نیک محمد نیکمل په مشرۍ جوړه شوې وه، د دغه ادارې مرستیالانو هم حضور درلود.

 لومړی د سویډن کمیټې د ټول ګډونه زده کړو مسؤول شاه خسرو د دغې کمیټې د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې دوی د پوهنې، روغتیا، بیارغونې او د معلولینو د ملاتړ په برخو کې کار کوي.

 هغه زیاته کړه، د سویډن کمیټې فعالیتونه په ۱۳ ولایتونو او ۶۰ ولسوالیو کې متمرکز دي.

ښاغلي شاه خسرو څرګنده کړه چې د سویډن کمیټه معلولینو ته حرفوي زده کړې او ځانګړې زده کړې ورکوي او له فراغت وروسته هغوی ته بلاعوضه قرضونه ورکوي.

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست ښاغلی مولوي غلام حيدر شهامت د سويډن کمېټې له مرستو مننه وکړه او د دغو مرستو د دوام غوښتنه يې وکړه.

ښاغلي شهامت وویل چې د لا زیاتو مرستو او همغږۍ لپاره هوکړه لیک ته اړتیا ده.

د دغه ادارې تخنيکي سلاکار ښاغلی روح الله هوتک د سويډن کمېټې پخوانۍ همکارۍ ته په اشارې سره وويل، دغې کمېټې د بریل چاپ د مطبوعو لپاره ماشينونه او تجهيزات پېرودلي او دغه مطبعه لا هم تجهيزاتو ته اړتيا لري.

 د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوی برنامو د سمون رئيس ښاغلی عبدالودود هوتک هم په دې غونډه کې وويل، چې د دغه ادارې او سويډن کمېټې فعاليتونه ډېر مشترک دي او اړتيا ده، چې د دواړو خواوو فعاليتونه همغږي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۸:۵۱
Background image

زده‌کوونکو ته د مهمو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو د یو علمي سفر په ترڅ کې د یاد ولایت ښاروالۍ ته ولاړل او هلته یې د بېلابېلو اداري موضوعاتو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. لارښود. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې کارکوونکي وستایل شول

نن د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په اصلاحي غونډه کې د دې ادارې یو شمېر کارکوونکي وستایل شول. دا پروګرام د دیني مسایلو ازموینې د پایلو اعلان په موخه جوړ شوی و، چې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

د لغمان ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ زده‌کوونکو ته د مدیریت بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ورکړل شوه

د لغمان ولایت د ادارې او حسابدارۍ انسټیټیوټ مدیریت څانګې زده‌کوونکو د مدیریت اصولو او بنسټونو په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه. زده‌کوونکي د یو علمي سفر په ترڅ کې د لغمان ولایت مستوفیت ته. . .

BACK TO NEWS