د ۱۴۰۳ښوونيز کال د پیل په مناسبت، د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رهبرۍ پیغام!

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۱۰:۲۹
tveta

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمدلله رب العالمین والصلاةُ والسلام علی سيدالمرسلین وعلی آله واصحابه اجمعين،

ګرانو هېوادوالو!

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د ۱۴۰۳ هـ ش کال په را رسېدلو سره ټولو هېوادوالو ته نېکې هیلې او پيرزوينې وړاندې کوي، هيله ده چې ۱۴۰۲هـ ش کال مو په آرامۍ، سوکالۍ، خدمت، عبادت او د الله (جل جلاله) په رضایت ترلاسه کولو کې تېر کړی وي او په راتلونکي کې یو آرام او سوکاله ژوند ولرئ.څرنګه چې وینئ افغانستان له لسیزو جګړو او د جابرو امپراطوریو د اشغال له ماتې وروسته یوځل بیا د آرام ساه اخیستې، هېواد د پرمختګ په لور روان دی، په ټولو علمي، هنري، صنعتي، زراعتي، خدماتي او نورو برخو کې هېوادوال د پرمختګ په لور قدمونه ږدي او مخ په وړاندې روان دي.

داچې د ټولو هېوادوالو، مشرانو او کشرانو اساسي موخه یو با ثباته او پرمخ تللی افغانستان دی، د دغه ثبات او پرمختګ لپاره اړین عوامل؛ علم، پوهه، تخنیک او مسلک دي. که چېرې د بشر تاریخ ته پاملرنه وکړو؛ ښوونه او روزنه په بشري ټولنه کې په فطري ډول شتون لري، خو علم او پوهه پخپلو ابتدائي مرحلو کې پاتې نشول، بلکې په تدريجي توګه يې پراختيا او پر مختګ وموند چې د بشر په ژوند یې مثبت اغېز کړی دی چې د دغه اغېز لويه برخه تخنيکي او مسلکي زده کړې تشکيلوي.

د افغانانو د اوسني او را روان ژوند د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري د تخنیکي او مسلکي علم د خپراوي او د هېواد د دایمي ثبات او خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي، ترڅو د هېواد راتلونکي نسلونه په تخنیکي او مسلکي مهارت محوره زده کړو سمبال کړي، همدې ته په کتو سره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبرۍ په تېر کال کې د علمي کادرونو د ملاتړ او تخنیکي او مسلکي زده کړو د پراختیا او پرمختګ په ډګر کې زياتې لاسته راوړنې درلودې چې ځينې یې په لاندې ډول دي:

  • د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په لومړي ځل د اسلامي امارت له پالیسۍ سره سمه ۵ کلنه ستراتیژي او پالیسي جوړه کړه.
  • د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې په ۱۴۰۲ هـ ش کال کې په اړوندو ۷۳ رشتو کې ۳۶۰۰۰ محصلين جذب کړل.
  •  د لوړو زده کړو له وزارت سره په تفاهم د انسټيټوټونو څخه د فارغو محصلينو د تحصیل د ادامې په موخه تنزيل رفع شو.
  • د آزاد رقابت له لارې  ۲۸۸ مسلکي او باتجربه استاذان وګمارل شول.
  • د مشرتابه لخوا د منظورې شوې طرحې له مخې د ادارې او مديريت په برخه کې د مجاهدينو د روزنې طرحه جوړه شوه.
  • د نصاب، ښوونيزې څارنې او ښوونيزو مراکزو د معياري کولو په موخه د هېواد په کچه له ټولو ښوونيزو مراکزو څخه د ادارې د رهبري هیئت ليدنه ترسره شوه.
  • د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون جوړ، او ۱۲۲۰ بېلابېلې پروژې پکې نندارې ته کيښودل شوې.
  • د استاذانو کادري حقوق او امتيازات له ۶۰ سلنه څخه ۱۰۰ سلنه ته لوړ شول.
  • د استاذانو لپاره د ځمکو او نمرو د وېشلو تګلاره جوړه شوه.
  • د استاذانو لپاره د تحصيلي کچې او ظرفيت لوړولو برنامې تنظيم او تطبیق شوې.
  • د چارو د لاښه سمون په موخه د ادارې د ډیجیتال کولو طرحه جوړه شوې ده.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره هېوادوالو ته زېری ورکوي چې په نوي ښونیز کال کې به خپل ۱۰۰۰ تنه ممتاز فارغین په دندو وګماري، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې به په اداره او مدیرت کې مجاهدینو ته روزنه ورکړي، په نړیوالو معیارونو به یو برابر ښونیز تخنیکي مرکز ایجاد کړي او د تمویلوونکو په جذبولو به د خپلې پنځه کلنې ستراتیژۍ مؤثر تطبیق ته دوام ورکړي. 

د ادارې مشرتابه په دې باور ده چې ددغې ادارې د خدمتونو او پروګرامونو په پلي کولو به هېواد یوځل بیا پرځان بساینې ته رسیږي، راتلونکي نسلونه به په اسلامي عقیده، علم، تخنیک او ادب سمبالیږي.

دغو موخو ته د رسېدلو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مشرتابه له ټولو هېوادوالو غواړي، ترڅو د تخنیکي او مسلکي زده کړو ارزښت درک کړي او د دغې ادارې د پلانونو او پروګرامونو په پلي کولو کې د خپل دنیوي او اخروي مسؤلیت په ادا کولو کې راسره همکاري وکړي.

و من الله توفیق

الحاج مولوي غلام حیدر شهامت

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې سرپرست

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۸
Background image

د لغمان ولایت اړوند قرغیو کثیرالرشتوي انسټيټوټ کې د عملي زده‌کړو بهیر

د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره په خپلو په ښوونیزو مرکزونو کې عملي زده کړې په وړاندې کوي او غواړي ددې زده کړو پر مټ ځوانان پیاوړي کړي او د کار بازار ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي.. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۹:۴۴
Background image

د عملي زده کړو په اړونده ورکشاپ کې د کونړ ولایت سرکاڼو کرنې انسټیټوټ د محصلینو عملي زده کړې

د کونړ ولایت اړوند سرکاڼو کرنې مسلکي انسټيټوټ د یولسم ټولګي زده کوونکو د یاد ښوونیز مرکز د عملي کارونو په ورکشاپ کې د یوې درسي جلسې په ترڅ کې د کیمیاوي محلولونو په اړه روزنه ترلاسه کړه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۳۸
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورډ غونډه ترسره شوه

د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې د اکادمیک بورد غونډه د یادې ادارې د تخنيکي او مسلکي چارو مرستيال ښاغلي مولوي غلام سعيد احساس په مشرۍ ترسره شوه. په دې ناسته کې د یادې ادارې یو شمېر. . .

BACK TO NEWS