د کنړ په مسلکي انسټيټوټ کې د شاتو مچیو پالنه
د کونړ ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت چارواکي د مچیو د روزنې د لنډ مهاله حرفوي پروګرام د پرانیستلو خبر ورکوي.
د کنړ تخنيکي آمر مولوي شاکرالله الکوزی وايي، یاد پروګرام د مروري کرنې په مسلکي انسټيټوټ کې پيل شوی، چې زده کوونکو ته پکې د مچيو د پالنې په اړه روزنه ورکول کېږي.
د يادونې وړ ده، چې کونړ ولايت د شنه چاپېريال او پراخو ځنګلونو په درلودو د مچيو د پالنې لپاره مناسب چاپېريال ګڼل کېږي.