د کنړ ولایت کرنې انسټیټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۹:۵۹
tveta

د کنړ ولایت د مروري کرنې انسټيټوټ محصلینو ته د شاتو مچیو د پالنې په اړه په عملي ډول روزنه ورکړل شوه.

لارښود استاد د یاد عملي درس به ترڅ کې محصلینو ته د شاتو مچیو د صندوق د وسایلو او د شاتو مچیو د کورنۍ په اړه په مفصل ډول معلومات وړاندې کړل.

د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې زیاتره زده کړې عملي دي، څو د تخنیکي او مسلکي زده کړو د مرکزونو فارغین په مستقیم ډول د کار بازار ته جذب شي.

په همدې حال کې د تخنيکي او مسلکي زده کړو ادارې رهبري تل د تخنيکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د عملي زده کړو پر پياوړتيا ټينګار کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون پای ته ورسېد

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون نن پای ته ورسېد. د دغه څلور ورځني نندارتون د پای په مراسمو کې د ریاست الوزراء مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۵:۳۷
Background image

د حرفوي پروګرامونو د سمون ریاست، د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې اړوند د حرفوي برنامو د سمون ریاست د کابل په بادام باغ کې د ولایتونو د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریتونو له مسوولینو سره ناسته ترسره کړه. په دې ناسته کې په. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۷ - ۱۵:۴۱
Background image

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو ملي نندارتون پرانیستل شو

د افغانستان د غوره نوښتونو او ابتکاراتو دوهم ملي نندارتون د کابل په بادام باغ کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو د ادارې له خوا پرانستل شو. د دغه نندارتون په پرانیست غونډه کې یو شمېر لوړ پوړو. . .

BACK TO NEWS