د کاپیسا ولایت «معاون انجنیري » انسټيټوټ د 1350 w لمریزې برښنا څخه برخمن شو

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۸

په کاپیسا ولایت کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې مسؤلین وايي چې د ياد ولایت په «معاون انجنیری » انسټيټوټ کې یې سولر سیسټم نصب او له لمریزې برښنا برخمن شوی دی.

په ورته وخت کې د کاپيسا ولایت معاون انجنیري انسټيټوټ د برق څانګې محصلینو د سولر سیسټم د نصبولو د څرنګوالي په اړه په عملي بڼه روزنه ترلاسه کړه.

د یادونې وړ ده چې دا اقدام د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت لخوا په یاد ښوونیز مرکز کې د غوره تعلیمي فرصتونو د برابرولو او د اداري چارو د ښه والي په موخه ترسره شوی.

د کاپیسا ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت په وینا، د سولر سیسټم له نصبولو سره په دې ښوونیز مرکز کې د بریښنا نشتوالي او دغه راز د اداري او تعلیمي چارو په برخه کې تر ډيره تشې او ستونزې حل شوي دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۴
Background image

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي لېسه کې د بریښنایي وسایلو ترمیم

د لغمان ولایت د مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو د عیب موندنې او ترمیم څرنګوالی لکه د «کاليو مینځلو ماشین» په عملي ډول ور وښودل شو. د برېښنا څانګې استاد د کاليو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د نیالګیو کېنولو کمپاین دوام لري

د نیالګیو کېنولو کمپاین چې څه موده وړاندې د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له لوري د ولایتي تخنیکي آمریتونو په همکارۍ پیل شوی و، لا هم دوام لري. په همدې لړ کې د پکتیا ولایت د تخنیکي او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۹:۵۹
Background image

د لغمان تخنیکي لېسې زده‌کوونکو ته د برقي وسایلو ترمیم په اړه عملي روزنه ورکړل شوه

د لغمان ولایت مرکز تخنیکي او مسلکي لېسې د برېښنا څانګې زده‌کوونکو په یوه درسي جلسه کې د برقي وسایلو، په ځانګړي ډول د «پکې» عارضه موندنې او ترمیم څرنګوالي په اړه عملي زده‌کړه ترلاسه کړه.. . .

BACK TO NEWS