د کابل میخانیکي انسټیټوټ د استاد – شاگردی برنامې څخه څارنه وشوه

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۸/۲۵ - ۱۴:۳۶
استاد-شاګردی

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د حرفوي برنامو د تنظیم ریاست پلاوي د کابل د میخانیکي انسټیټوټ د استاد – شاگردی له برنامې څخه څارنه وکړه.

یاد پلاوي د استاد – شاگردی برنامې د زده کوونکو د کلنۍ آزموینې څخه هم لیدنه وکړه.

د حرفوي برنامو د تنظیم ریاست پلاوي ستونزې د څېړلو ترڅنګ د زده کوونکو او استادانو وړاندیزونه هم واورېدل.

 د تخنیکي او مسلکي زده کړو په مرکزونو کې د رسمي زده کړو تر څنګ د استاد – شاگردی برنامه هم تدریس کېږي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۳:۴۹
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د رئیس رسمي سفر مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته

د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې رئیس، محترم الحاج مولوي غلام حیدر شهامت، د یادې ادارې د یوه پلاوي په مشرۍ مالیزیا او اندونیزیا هېوادونو ته په سفر روان شو. په دې سفر کې د تخنیکي او مسلکي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۵۵
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې نوی مدیریتي سیستم پرانیستل شو

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د یادې ادارې د رهبرۍ پلاوي، د ریاستونو د رئیسانو او یو شمېر کارکوونکو په ګډون په یوه غونډه کې د دې ادارې نوی مدیریتي سیستم. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۹:۵۴
Background image

د پکتیا د خاصو زده‌کړو لېسې سره د ۱۴ زره ډالرو مرسته وشوه

د «اسلامیک هیلپ» مؤسسې په یوه مراسمو کې د پکتیا ولایت د خاصو زده‌کړو لېسې ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۲ قلمه اداري تجهیزات او ښوونیز توکي ډالۍ کړل. په هغو مراسمو کې چې په همدې. . .

BACK TO NEWS