د چپرهار کرنې مسلکي انسټيټوټ کې شپږ میاشتنۍ لنډ مهاله عملي روزنیزه دوره پای ته ورسیده

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۴:۸
TVETA

د ننګرهار ولایت د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسوولین د یاد ولایت د چپرهار کرنې مسلکي انسټيټوټ کې د شپږ میاشتنۍ لنډ مهاله عملي روزنیزه دوره چې IF Hope موسسې له لوري په لاره اچول شوې وه د پای ته رسیدو خبر ورکوي.

د شپږ میاشتني لنډ مهاله عملي روزنیزې دورې د پای مراسم چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په تالار کې ترسره شول په یادو مراسمو کې د چپرهار ولسوالۍ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت مسولینو، د یادې ولسوالۍ مسولینو، او د یاد انسټيټوټ استادانو او محصلینو هم حضور درلود.

ويناوالو د خپلو ویناو په ترڅ کې د IF Hope موسسې څخه د مننې ترڅنګ زياته کړه، چې د کرنې په برخه کې عملي زده کړه ډېر مهم او ارزښتناک دي، دغه راز يې د همکارو بنسټونو له مسوولينو هم وغوښتل، چې په دې برخه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د مراسمو په پای کې د IF Hope موسسې لخوا د چپرهار کرنې مسلکي انسټیټوټ محصلینو ته تصدیق لیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۵۴
Background image

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ترسره شوه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اکاډمیک بورډ ناسته ددې ادارې د بېلابېلو څانګو د رئیسانو او مسؤولانو په ګډون د تخنیکي او مسلکي چارو په معاونیت کې ترسره شوه. د ناستې په پیل کې د اکاډمیک. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۹:۱۴
Background image

د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو د فراغت مراسم ترسره شول

د ننګرهار ولایت د چپرهار زراعت انسټیټیوټ د محصلینو فراغت مراسم د سیمه‌ییزو مسؤلینو، علماوو، قومي مشرانو، د محصلینو کورنیو او یو شمېر ځوانانو په حضور کې ترسره شول. د فراغت په مراسمو کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۰:۴۷
Background image

د استاد مؤمن حکیمي وینا د الله تعالی سره د بندګانو د عهد او پیمان په اړه

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د اصلاحي او تربیوي غونډو په لړۍ کې، استاد حمزه مؤمن حکیمي د الله تعالی سره د مسلمانانو د عهد او پیمان په اړه وینا وکړه. نوموړي د سورة الفاتحې مبارکو. . .

BACK TO NEWS