د پکتیا د ډنډ پټان ولسوالۍ کثیرالرشتوي لیسې د زده کوونکو فراغت مراسم ترسره شول
د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ کثیرالرشتوي عالي ليسې د زده کوونکو فراغت مراسم ترسره شول.
سږ کال له یادې لیسې څخه شاوخوا ۲۰ تنه په بېلابېلو تخنيکي او مسلکي څانګو کې فارغ شول.
د دغه زده کوونکو د فراغت په مراسمو کې سیمې چارواکو او قومي مخورو کډون کړی وو.
د مراسمو په پای کې فارغانو ته تصدیق پاڼې ورکړل شوې.